ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې د مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو استازولیوله فعالیتونو څخه څارنه ترسره شؤه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۱۱:۳۵
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست له لوري یاد ولایت تورخم ښارګوتي عمري پنډ غالي کې د مخابراتي شرکت دپیرودونکو خدمتونو استازولیو له لوري راستنیدونکو کډوالو ته د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن  او لازمو اسانتیاو برابرولو په موخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو مسوولینو ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د ویش، ثبت او راجسټریشن په برخه کې راستنیدونکو کډوالوته ۲۴ ساعته خدمتونه وړاندې کړي، د خپلو کارکوونکو شمیر زیات کړي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره په بشپړه توګه پلي کړي او له مخې یې خپلې چارې سرته ورسوي، او راستنیدونکو کډوالو ته  لازمې آسانتیاوې برابرې کړي ترڅو د دوي د ستونزو دحل سبب وګرځي.

د یادونې وړ ده چې ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي عمري پنډغالي کې د ټولو مخابراتي شرکتونو مسوولینو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلاره به مراعت کړي او له مخې یې خپلې چارې تر سره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته