میدان وردګو ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د اته مخابراتي سایټونو دانټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۳:۵
میدان وردک

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هدایت د میدان وردګو ولایت په سید آباد، نرخ، جلریز او د بهسودو ولسوالیوکې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مخابراتی او انټرنېټي خدمتونو ظرفیت له ۲جي څخه ۴جي ته او(په جلریز کې د دوو سایټونو، د بهسودو په لومړۍ حصې کې د دوو مخابراتی سایټونو ) ظرفیت له ۲جي څخه ۳جي ته لوړشو او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

د نوموړي مخابراتي شرکت د ۳جي او ۴جي انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د میدان وردګو ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادو ولسوالیو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه او همدارنګه د نوموړي مخابراتي شرکت اړوند پاتې سایټونو د ظرفیت لوړولو لړۍ به نورو ولسوالیو ته هم وغزیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته