موږ د سټلايت له لارې د ۴۰۰ ښوونځيو اتصال ته چمتو یوو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د یو شمېر تخنيکي مسؤولينو په ملتيا نن د سټلايت د خدماتو وړاندې کولو د تخنيکي برخو څخه د لیدنې تر څنګ په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د سټلايت د خدماتو وړاندې کولو د ظرفيت ارزونه وکړه.
ښاغلي آريوبي وویل چې په دې برخه کې د یو بل Ground Station د جوړولو چارې روانې دي چې په جوړېدو سره به شته ظرفيت يې پورته او تر ډېره به د پوهنې په برخه کې ترې ګټه واخيستل شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ددغه سکټور د رهبري کوونکي په توګه ژمن دی چې په هېواد کې او په ځانګړې توګه د پوهنې په برخه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ ترويج کړي او په پوره توګه د سټلايت له لارې د هېواد د ۴۰۰ ښوونځيو د اتصال لپاره امادګي لري.
