مخابراتي شرکتونو سره د تاوراو BTS د تړون لاسلیک

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

 د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونود تنظیم اداره ( اترا) مسؤلیت لری چې په ټول هیواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او ودې زمینه برابره کړي .

په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې یو مطبوعاتي کنفرانس په لاره اچول شوي ؤ چې په یاد کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال ښاغلی الحاج انجنیر بریالی حسام ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئیس ښاغلی انجنیر عبدالوکیل شیرګل ، د اترا ادارې غړو دمخابراتي شرکتونو روشن ، اتصالات ، افغانیسیم ، MTNاو د رسنیو استازو گډون کړی ؤ.

د کنفرانس په پیل کې ښاغلی انجنیر بریالی حسام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال د ټول لاسرسۍ پروژې په اړه وویل : د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتو د پراختیا او ودې په موخه د ( TDF) صندوق جوړکړي ترڅو دهیواد لرې پرتې سیمیې د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راولي، د صادر شوي جوازونو بر بڼست هر مخابراتي شرکت مکلف دې چې ترڅو خپل خالص عاید څخه ۲،۵ سلنه په هرو دریو میاشتو کې یاد صندوق ته واچوې ترڅو زموږ هیواد والو په ټول هیواد کې مخابراتي خدمتونوته لاسرسۍ ولري او کومې ستونزې سره مخامخ نه شي.

همدارنګه ښاغلی انجنیر بریالی حسام زیاته کره : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د  اترا اداره په ټول هیواد کې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسۍ پروژه  پالیسی د مخابراتي خدمتونو  پراختیا په موخه په ۱۳۹۰ کال جوړه کړه دغه ادارې د یادو اسنادو پر بڼست د ټول لاسرسۍ پنځم پروژه په ۱۳۹۰ کال کې پلان او (۷۳) سایتونو په ۷۲ ولسوالیو د هیواد په ۲۸ ولایتونو پور اړوند چې اوس مهال په دغو سیمو کې مخابراتي خدمتونو شتون نه درلود اویا هم په دیره کم سطح ؤاو دسیمې د خلکو ستونزې نه حل کولي ،د دغې پروژې په پلی کولو سره به زموږ (۱۵۰۰۰۰ ) نورهیواد وال هم د مخابراتي خدمتونو ترپوښښ لاندې راشي.

دغه شان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ تخنیکی مرستیال وویل : اوس  ددغه پروژې تړون رسماً لاسلیک کیږی ،چې د دغه پروژې ټولیزه پانګه (۹) ملیونو امریکایې ډالرو ته رسیږی چې د پراختیا بودجې یا د TDFله صندوق څخه ورکول کیږی چې پر همدې اړوند د پروژې تړون د بریالیو شرکتونو سره لاسلیک کیږی او تر راتلونکي یو کاله د دغه پروژې کار پشپړل شي او ګټې اخیستو ته به وسپارل شي

د یادولو وړ ده چې د داوطلبی له پروسې څخه وروسته دغه شرکتونو نه د سایتونو بریالی شوی دی.

د اتصالاتو محترم شرکت (۳۸ ) سایتونه

د MTNمحترم شرکت   ( 22 ) سایتونه

د روشن محترم شرکت   (7 )   سایتونه

د افغان بیسیم محترم شرکت (6 ) سایتونه

د مخابراتِي خدمتونو د تنظیم اداره اترا به د یادو شرکتونو د فعالیت څخه په جدی ټوګه څارنه کوی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته