مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت څلورمه دوره محصلین فارغ کړل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت ۴۹ محصلينو ته د لسانس په کچه د فراغت سندونه د یوې غونډې په ترڅ کې د قصرستاره ها په هوټل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزی سنګین لخوا ورکړل شول.

په یاده غونډه چې په همدې اړوند د قصرستاره ها په هوټل کې جوړه شوې وه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي امیرزي سنګین، ددغه وزارت مرستیالانو او رهبري پلاوي، د پوهنتونونو رئیسانو، کورنیو او بهرنیو میلمنو او د رسنیو استازو په کې گډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت رئیس ښاغلي محمد شریف شریفي فارغو محصلینوته د مبارکۍ په ویلو سره څرګنده کړه چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت د لوړو زده کړو په چوکات کې  فعالیت کوي، نن ورځ مونږ په دې ویاړو چې ۴۹ محصلين د دغه انستیتوت څخه د لسانس په کچه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوو.

 ښاغلي شریفی وویل: د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت استادان او محصلین او نور کارکوونکي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ، افغان تیلې کام او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) څخه مننه کوي چې په مالي برخه کې له انستیتوت سره مرسته کوي.

وروسته بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر جلالتمآب امیرزي سنګین محصلینو ته د هغوی د فراغت په مناسبت  مبارکي وویله او زیاته یې کړه ډیر خوښ یم چې یو ځل بیا د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتیوت د ځوانو محصلانو د فراغت په دې جشن کې ګډون کوم او د ویاړ او خوښۍ ځای دی  چې بیا هم د هیواد ۴۹ځوان محصلین د معلوماتي ټکنالوجۍ انجنیری په برخه کې د فراغت سندونه ترلاسه کوي.

همدارنګه ښاغلي امیرزي سنګین زیاته کړه د تعلیمي سویې کیفیت ډیرمهم دی او مونږ ټول په ځانګړې توګه ځوانان په ګډه کوښښ وکړو  ترڅو زمونږ ګران هیواد هم د نورو هیوادونو په شان د لوړې علمي او تعلیمي کچې څخه برخمن شي او زمونږ تاریخي هیواد هیڅ کله هم د نورو هیوادونو څخه شاته پاتې نه شي او د ګاونډیو هیوادونو په سر کې ځای ونیسي. ښاغلي سنګین د هیواد ټولو خصوصي او دولتي مخابراتي شرکتونو څخه غوښتنه وکړه چې نوي فارغ شوي افغان ځوان کادرونه جذب او په دندو وګماري. نوموړي په آخر کي یو ځل بیا د نویو فارغ شویو محصلینو کورنیو ته مبارکي وویله او د لا ښه خدمت هیله یی ورڅخه وکړه.

په پای کې یو تن فارغ شوي ځوان محصل د هیواد په تحصیلي چارو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر او د وزارت رهبری پلاوي د پاملرنې  څخه د مننې په څرګندولو سره ژمنه وکړه چې هیواد ته د خدمت په لاره کې به د خپلې پوهې او توان په پوره توګه پکار واچوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته