مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په افغانستان کې د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۰ - ۱۳:۱۲
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی استفاده فیسبوک را در افغانستان محلی ساخت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په هیواد کې د فیسبوک کارونکو د معلوماتو د مصونیت په موخه، د فیسبوک له شرکت سره د فیسبوک د محلي کولو هوکړه لیک لاسلیک کړ
ددې هوکړه لیک په تطبیق سره به؛ په افغانستان کې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز فعال شي.

له دې مخکې د فیسبوک کاروونکو د معلوماتو د تبادلې مرکز له هیواده دباندې وو چې دا نه یواځې د کارونې پر مهال ضعیف بلکې د معلوماتو د مصونیت د شتون ډاډ یې هم نه درلوده.

د فیسبوک د کاروونکو لپاره یې بله ګټه داده چې دوي د لنډ مهالې حافظې یا Cache له چټکتيا څخه برخمن کیږي. لنډمهاله حافظه یا Cache د فیسبوک او انسټاګرام د تبادلې ترافیک ته ویل کیږي چې د معلوماتو د تبادلې ملي مرکز (NIXA) لخوا تنظیم او د خصوصي انټرنیټي شرکتونو پر کیفیت ژوره اغیزه لري.

د انټرنیټي شرکتونو د فیسبوک ټول ترافیک به په هیواد کې دننه لیږد رالیږد پیل کړي او دا به د انټرنیټ د چټکتیا او د قیمتونو د ټیټوالي سبب وګرزي.

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت تل هڅه کړی چې د خصوصي سکتور ملاتړ وکړي، ددې برنامې په عملي کیدو سره د فیسبوک کیشونه له ۴۰ Mb څخه ۸۸۰ MB ته وده موندې او بیا انټرنیټي شرکتونه کولای شي خلګو ته چټک او په ټیټه بیه انټرنیټي خدمتونه وړاندی کړي.

ددې ترڅنګ د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت او د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز کوښښ کوي چې وکولای شي د Google, Netflix, Akamai کیشونه هم د افغانستان د انټرنیټ د تبادلې ملي مرکز سره وصل کړي ترڅو د انټرنیټي خدمتونو په وړاندې کولو کې د پام وړ بدلون راشي.
د NIXA د خدمتونو او کارونو د بشپړ معلوماتو لپاره https://nixa.af/ وېبپاڼې ته مراجعه وکړی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته