لومړي ځل لپاره د هېواد په کچه خصوصي سکټور او انفرادي اشخاصو ته د هاستینګ خدمتونو د وړاندې کولو آسانتیاوې رامنځته شوې

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۱:۳۰
هاستینگ و دومین

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ستراتیژیک پلان او د مقام د حکم پر بنسټ، د وزارت اړوند د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو او بازارموندنې آمریت، د عامه خدمتونو د پراختیا، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د کوربتوب (هاسټنګ) خدمتونو د پراخولو، له موجوده زیربناو څخه د مؤثرې استفادې، او د خلکو او امارتي ادارو تر منځ په آسانه ډول د لاسرسي د رامنځته کولو په موخه یاده پروسه پیل شوه چې له مخې به یې د معلوماتي ټکنالوجۍ د هاستینګ خدمتونه په ارزانه او مناسب قیمت، انفرادي اشخاصو او خصوصي سکتور ته وړاندې کېږي.

دا خدمتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي کادرونو لخوا د محرمیت اصل په نظر کې نیولو سره د ویب او بریښنالیک کوربه توب خدمات، د اختصاصي سرورونو کوربه توب، مجازي سرور کوربه توب، د کلوکیشن چوپړتیاو چمتو کولو او د کلاوډ خدماتو د وړاندې کولو او هاسټنګ په برخو کې په ۲۴ ساعته ډول د فني کادرونو او مسلکي اشخاصو له لوري وړاندې کېږي.

یادونې وړ ده چې خصوصي سکټور او انفرادي اشخاصو لپاره د هاستینګ خدمتونو وړاندې کول، د لومړي ځل لپاره له موجوده تخنیکي زیربناوو څخه په مؤثره توکه د استفادې په موخه د هېواد په کچه په پام کې نیول شوي دي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته