لس میلیونه سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت شؤي

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۱۴:۵۳
ثبت مجدد سیم کارت های مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیمکارټونو د طرزالعمل د تطبیق له پیله تر دې دمه لس میلیونه مخابراتي سیمکارټونه په قانوني ډول ثبت او راجسټر کړي.

‏کابل کې یاده پروسه ۶۰ سلنه بشپړه شؤې او پاتې ۴۰ سلنه به هم لنډو څو میاشتو کې بشپړه شي، همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته د میاشتې د ۲۵۰ زرو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر هدایت شوی چې د همدې میکانیزم په بشپړولو سره کؤلای شي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې څخه نوي سیمکارټونه تر لاسه کړي.

‏که څه هم یاده پروسه افغانستان کې پر یوې پیچلې موضوع بدله شؤې وه او د معما بڼه یې غوره کړې وه چې د حل په موخه یې مؤثر ګام نه و پورته شوی، خو اوس افغانستان کې د مخابراتو په تاریخ کې لومړی ځل شو چې ټول استفاده کېدونکي سیمکارټونه یوې قانوني پروسې ته ؤغورځېدل او دا پروسه اوس پوره قانوني او بریالۍ ده.

‏افغانستان کې کابو ټول فعال سیمکارټونه ۲۳ میلیونو ته رسېدلي چې په دې شمېر د سیمکارټونو ثبت او راجسټر کېدل هم یوه اړینه موضوع وه چې د حل په موخه یې د مخابراتو وزارت له طریقه مخابراتي شرکتونو ته سیسټم جوړ او دوی ته یې د ثبت او راجسټر پروسه آسانه کړه او همدا راز مخابراتي شرکتونه ته ؤویل شؤل چې د خپل ظرفیت د لوړولو او همدا راز هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه باید سیار ټیمونه موظف کړي چې اوسمهال زرګونو خلکو ته د سیار ټیمونو د جوړیدو له امله د کار زمینه برابره شوې او د طرزالعمل په اساس سیمکارټونه ثبت او راجستر کوي.

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته