قزاقستان افغانستان سره د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې همکاري زیاتوي

mcitadmin
دوشنبه ۱۳۹۷/۴/۴ - ۵:۳
fgdf

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد اریوبي نن په خپل کاري دفتر کې د قزاقستان جمهوري دولت د نوي لوی سفير ښاغلي علیم خان یسین گلدییف سره د تعارفي لیدنه وکړه
په دغه ليدنه کې د قزاقستان نوي سفير ته د هر کلي تر څنګ محترم اريوبي وویل چې افغانستان د خپلو اړکيو د پراختيا او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خلکو ته د با کیفيته خدماتو د وړاندې کولو لپاره غواړي د قزاقستان سره اړيکې لا پراخه شي
په دغه لیدنه کې ددې تر څنګ، د دغه هېواد د پخواني سفير د ژمنو د تداوم، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د دوه اړخيزه همکاريو، د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ددغه هېواد د تجربو څخه ګټې اخیستنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستانه اړيکو د ساتلو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې
د قزاقستان سفير ژمنه وکړه چې په خپله کاري موده کې به پوره هڅه وکړي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره له نږدې کار وکړي او د معلوماتي ټکنالوجۍ، انټرنیټ او مخابراتو په برخه کې د وزارت سره په مشترکو برنامو باندې کار وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته