فاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۴:۱۵
ولایت فاریاب

د فاریاب ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د پنځلسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۱۳ تنو زده کوونکو ته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه دفاریاب ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی عبدالباقی عمری فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په نظري او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته