زابل ولایت په مرکز او شاجوي ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شرکت څلورنویو سایټونو په فعالیت پیل وکړ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت مرکز قلات ښار اړوند بابګک او سینک سمیو او شاجوي ولسوالۍ کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د سلام مخابراتي شرکت څلورنوي سایټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یادو سایټونو په فعالېدو سره د نوموړوسیمو اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.