زابل ولایت مرکز اړوند خرواریانو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوي 2G سایټ په فعالیت پیل ؤکړ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او افغان بیسیم مخابراتي شرکت ګډو هڅو په ترڅ کې د زابل ولایت مرکز قلات ښار خروایانو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت 2G خدمتونه د لومړي ځل لپاره په فعالیت پیل وکړ.
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د مخابراتي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت مکالماتي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.