زابل ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر ښوونيز مرکز پرانيستل شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۵
مخابرات ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم د زابل ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي او د څیړنې او پراختیا عمومي رییس محترم الطاف احمد علمیار، د زابل ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحی،  د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو رئیس روح الله مارشال، د امارتي ادارو رئیسانو او د نوموړي ولايت رسنيو او خلکو په ګډون په رسمي ډول پرانیستل شو.

په یاده غونډه کې د زابل ولایت مرستیال محترم الحاج مولوي محب الله حماس د کمپيوټر د زده کړو د مرکزونو جوړول او په عصري وسايلو یې سمبالول يو ښه او نیک اقدام وباله زیاته یې کړه « نړۍ د پرمختګ په حال کې ده، او نن هر کار او چاره د کمپیوټر په وسیله ترسره کیږي. نوموړي وویل:  "زموږ هره هڅه ستاسو د پرمختګ لپاره ده، او موږ کوښښ کړی چې ستاسو لپاره امکانات برابر کړو. تاسو هم باید له دې فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړئ او د پرمختګ په لور ګامونه واخلئ."

مخابرات ولایت زابل

په دغه غونډه کې د مخابراتو وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا عمومي رییس ښاغلي الطاف احمد علمیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته ولوست.

او همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رییس محترم مولوي محمد طارق فاروقي د ولایتي روزنیزو مرکزونو د ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې او یادونه یې وکړه، چې دمخابرتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مقام په لومړي قدم کې د ۱۶محرومو ولایتونو د کمپیوټر ښوونیز مرکزونه د تجهیز په پروګرام کې شامل کړیدي.

رئیس تفتیش وزارت مخابرات

نوموړي وویل چې د دې ښوونیزو مرکزونو په تجهیز باندې د ۳۵ میلیونه افغانیو څخه زیات لګښت راغلی دی.

همداراز نوموړي زیاته کړه چې ټکنالوجي په اوسني عصر کې يوه اساسي اړتيا ده، او په ځانګړي توګه یې د یاد ولایت له ځوانانو غوښتنه ؤکړه چې د ښوونیزو مرکزونو د کمپیوټري زده کړو له پروګرامونو څخه سالمه ګټه واخلي او په دې مرکزونو کې د شپږ میاشتني ښوونیز کورس له بشپړولو وروسته معتبر اسناد ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د زابل ولایت ولسونو او د غونډې ګډونوالو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام قدرداني وکړه او خوښي یې څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت زابل ولایت ته د عصري ټکنالوجۍ او د کمپیوټر ښوونیز مرکز لپاره عصري تجهیزات برابر کړل چې له مخې به یې یاد ولایت کې د ټکنالوجۍ په برخه کې ظرفیتونه ډېر او ولس به یې له ګټو مستفید شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۴۵
Background image

کونړ ولایت څوکۍ ولسوالۍ کې د ام ټی ان مخابراتي شرکت دوه نویو سایټونو په فعالیت پیل وکړ

د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۵۵
Background image

زابل ولايت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست د کمپیوټر ښوونيز مرکز پرانيستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم د زابل ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ښوونیز مرکز...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د بامیانو ولایت له پنجاب ولسوالۍ څخه تر یکاولنګ ولسوالۍ پورې د ۵۴ کیلومترو په اوږدوالي د نوري فایبر د غځولو پرانیسته وشوه

د ملي پروژو د تطبیق او د نوري فایبر حلقوي رینګ د بشپړولو په موخه د بامیانو ولایت د پنجاب...

بېرته خبرونه ته