د Huawei نړیوال شرکت له مسئولینوسره ناسته
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د Huawei نړیوال شرکت د افغانستان څانګې له مشر ښاغلي محمد شراره او د یاد شرکت مرستیال ښاغلي توني سره په ناسته کې د افغان ټیلي کام شبکې د ارتقا، نوې کولو، د مخابراتي خدمتونو د پراخوالي په هدف د کم نفوسه سیمو لکه کلي او قصباتو لپاره د Sub-BTS یا د هغو مخابراتي آنتنونو جوړل چې د لمرینې بریښنا په اساس کار کوي، د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ په انسټیټیوټ کې د Huawei د Lab جوړولو او د یاد انسټېټیوټ لپاره د ظرفیت لوړونې برنامو په نظرکې نیولو په اړه بحث او خبرې وکړه.