د ۵۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل کاسا پروژې مالي قرارداد له نړیوال بانک سره لاسلیک شو

mcitadmin
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۱/۲۱ - ۵:۳
sdfsd

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل کاسا پروژې مالي قرارداد چې ټوله بودیجه یې ۵۱ میلیونه امریکایي  ډالره کېږي د نړیوال بانک له مسئولینو سره لاسلیک شو  چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به بشپړ شي او یاده پروژ ه څلور برخې لري:

1.        د کورني او سیمه ایز اتصال لپاره د بیخ بیناوو رامنځ ته کول 

د دغه برخې هدف د ټکنالوجۍ په برخه کې د خصوصي پانګې اچونې هڅول دي. چې د خصوصي پانګې اچونې  له لارې کورني او منطقوي اتصال ته پراخوالی ورکوي، عامه او خصوصي بنسټونه په موثر شکل د انټرنیټ پواسطه سره نښلوي. همدارنګه د انټرنیټ قیمتونه راښکته کیږي.

2.        د بریښنایي حکومتولۍ د خدمتونو پراخوالی

په ملي سطحه د معلوماتي ټکنالوجۍ بنسټونه رامنځ ته کول تر څو خلک په اغیز ناک شکل د حکومت له الکترونیکې منابعو څخه ګټه واخلي. چې پدې سره به په هېواد کې د الکترونیکې حکومتولۍ خدمتونه پراخوالی ومومي. د یوه واحد مرکز له لارې  په الکترونیکې شکل د عامه خدمتونو وړاندې کول خلکو ته د پام وړ سهولتونه برابروي.

3.      خصوصي سکټور  ته  د پانګې اچونې لپاره چاپیریال اماده کول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالو جۍ په برخه کې د خصوصي سکټور د پانګې اچونې  د جلب په موخه مناسب چاپیریال رامنځ ته کول، تر څو ډیری خلک په اسانه او ارزانه شکل انټرنیټ ته لاس رسی پیدا کړي. ډیجیټلي فعالیتونه پياوړي کیږي تر څو ځوانان وکولی شي چې ډیجیټلي مارکیټ ته لار پیدا کړي.

4.      د پروژو مدیریت او د دولتي نهادونو پياوړي کول 

د منطقوي اتصال په نظر کې نیولو سره په مالي چارو، نظارت، ارزونې،  او تدرکاتي فعالیتونو کې ظرفیت لوړونه رامنځ ته کول او همدارنګه د دولتي بنسټونو پیاوړي کول تر څو خپل فعالیتونه په موثر شکل  وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته