د ۱۳۹۶ لمریز کال د لوی اختر د مبارکۍ په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر شهزاد آریوبي پیغام
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبري هئیت او منسوبینو په استازیتوب د هېواد ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني، د ملي وحدت حکومت اجراییه رییس جلالتمآب ډاکټر عبدالله عبدالله، رؤسا وو، د ملي شورا درنو غړو، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو درنو هېوادوالو ته د لوی اختر مبارکي وړاندې کوم.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري ژمنه کوي چې د هېواد ټولو وګړو ته به له کوم تبعیض پرته غوره، چټګ او خوندې مخابراتي خدمات وړاندې کوي. د دې ترڅنګ به په دولتي خدماتو کې شفافیت، چټکتیا او د برېښنایې حکومتوالۍ سیستم په نږدې راتلونکې کې جوړ او تطبیق کړي او هېواد به د ډیجیټلي کیدو پرلور سوق کړي.
له څښتن تعالی څخه ټول شریف ولس ته د ملي ویوالي، ورورګلوۍ، په هېواد کې د تل پاتې سولې او ثبات هيله کوم.
شهزاد ګل آریوبي
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر