د ۱۰% مخابراتي مالیې اړوند ولسي جرګې ته توضیحات ورکړل شو

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۶/۱ - ۵:۳
dfdsf

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسون غړو ته د ۱۰% مالیې اړوند توضیحات ورکړل. 

سرپرست وزیر د کمیسون د غړو پوښتنې او نظرونه واورېدل او بیا یې په دې اړه د خپل کار په موده کې د کړیو اقداماتو او د ۱۰% مالیې اړوند د RTDMS سستم په اړه له پرمختګونو خبر ورکړ. ښاغلي اریوبي وویل چې د ۱۰% مالیې د نظارت او حساب لپاره د الیکترونیکي سستم جوړول یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې دي. هغه زیاته کړه چې تر دې دمه ۸.۸۸ ملیارده افغانۍ له دغه مالیې څخه را ټولې شوي او په ځانګړي اکاونټ کې موجودې دي او هیڅوک ورته لاسرسی نلري، بلکې مستقیما د افغانستان د کلنیو عوایدو برخه ګرځي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته