د یو شمیر هټیوالو هټۍ چې د بیلا بیلو مخابراتی شرکتونو سیم کارتونه یی په ناقانونه توګه پلورل د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت د څارنې ټیم له خوا و تړل شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د اترا اداري مرستیال ښاغلۍ انجنیر خیر محمد فیضی په همدې اړه په هغه مطبوعاتی کنفرانس کې چې۱۳۹۱ کال د حوت میاشتی په ۸ نیټه د  سه شنبی په ورځ د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت کې جوړ شوی و، وویل:  د مخابراتی خدمتونو د قانون حکمونو سره سم په هیواد کې ټول مخابراتی شرکتونه اړ دی چی د سیم کارتونو د راجستریشن بهیر رعایت کړی او د راجستریشن او ثبت څخه پرته په فعاله توګه د  سیمکارتونو د پلورلو څخه په کلکه ډډه وکړی. هغه زیاته کړه: د غه اصل ته په کتو سره د اترا اداری د څارنې ټیم د حوت میاشتی په ۶ د قانون ساتندویه ادارو په مرسته یو شمیر هغه لاس پلورونکی او قراردادیان چې د یاد شوی قانون د حکمونو په نه رعایت، فعال مخابراتی سیمکارتونه یی خرڅول نیولی او هټۍ یې مهر لاک کړی دی.

همدارنگه ښاغلۍ فیضی زیاته کړه: د مخابراتی خدمتونو د تنظیم  ادارې لخوا د سیمکارتو د راجشتریشن له بهیر څخه په کلکه څارنه کیږی هغه مخابراتی شرکتونه چی د قانون او راجستریشن له بهیر څخه سرغړونه کوی، تثبیت شي هغوی سره به  د قانون د حکمونو په مطابق چلند، عدلی او قضایی څانګو ته به معرفی شي هغه و ویل: چی  د دې موضوع په تړاو درې تنه قرار دادیان او درې لاس پلورونکی نیول شوی او ددوی هیتی تړل شویدي. د هغه په وینا که چیری د سیمکارتونو د ثبتولو او راجستریشن بهیر په سمه توګه نظر لاندی و نه نیول شی، ملی امنیت او د ښاریانو ژوند  ته  د ستر ګواښ د پیښیدو لا مل کیدای شي.

د یادولو وړ ده چې د څارل شوی سیمو څخه د روشن کمپنۍ ۲۵۲ ، د اتصالاتو د کمپنۍ ۱۱۴، او د ام ټی ان د کمپنۍ ۱۴۱ مخابراتی سیمکارتونه چی په نا قانون ډول پلورل کیدل لاس ته راوړل شوی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته