د ګرځنده ټلیفون له لارې د معاشونو د ورکړې په موخه د افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونو سره قرار داد لاسلیک شو

mcitadmin
چهارشنبه ۱۳۹۶/۱۱/۴ - ۵:۳
asdf

د روان 1396 کال د سلواغې د میاشتې په 4 مه نیټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د موبایل له لارې د معاشونو د ورکړې په موخه له افغان بیسیم او روشن مخابراتي کمپنیو سره دوه قراردادونه لاسلیک کړل.

د نوموړو قراردادونو پر بنسټ به د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پوهنې وزارت ۳۰۰۰۰ کارکوونکو ته په ننګرهار، پروان او فرا ه ولایتونو کې او همداراز، د روشن مخابراتي شرکت به د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزرات ۴۵۰۰ مامورینو ته په پلازمینې کابل کې او ۱۰۰۰ تنه نورو مامورینو ته په ننګرهار، بلخ، کندز، پکتیا، بدخشان، هرات او کندهار ولایتونو کې د موبایل له لارې معاشونه ورکوي
د موبایل له لارې د معاشونو ورکړه به له یوې خوا د معاشونو د اخیستو په شفافیت کې مرسته وکړي او له بل پلوه به مامورین پرته له کوم ځنډ په خپل وخت معاشات تر لاسه کوي او همدارنګه د امنیت په لحاظ به د دولت مامورینو ته خورا ګټوره تمامه شي. نوموړې لړۍ به لومړۍ په یادو ولایتونو کې پلې او وروسته به په تدریجي ډول د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته