د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، دولتي او خصوصي پوستي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه
په دې غونډه کې د اجنډا مطابق د پوستي خدمتونو پر شته ستونزو ، د حل لارو، د پوستي شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
د یادو شرکتونو مسولینو هر یو په خپل وار سره د خپلو شرکتونو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړل او خپلې ستونزې او نظریات یی شریک کړل او حل په موخه یې د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
همداراز د مخابراتو ریاست له لوري د یادو شرکتونو مسئولینو ته د پوستی شرکتونو د طرزالعمل په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول، او خپلو وظایفو ته یی متوجه کړل.
د پوستي شرکتونو مسولینو د کونړ ولایت د مخابراتو ریاست له همکارۍ څخه مننه وکړه او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ سره سم یې د خپلو پوستی خدمتونو د اجرا په هکله پوره ډاډ ورکړ.