د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۱۱۲ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۴:۳۰
مخابرات ولایت کندز

کندز ولایت کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز له دوه دیرشمې دورې څخه ۱۱۲ تنه زدکوونکي د ټکنالوجۍ او کمپیوټر په برخه کې له شپږمیاشتینۍ زدکړو حاصلولو وروسته د فراغت تصدیق لیکونه ور وویشل شول. 

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ رئیس محترم الحاج عبدالواجد عادل، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محترم مولوي ګل محمد الیاس، د سپین زر امارتي شرکت تجارتي رئیس محترم عبدالغفور شهید زوی، او یو شمېر قومي مشرانو او د بیلابیلو ولایتي ادارو مسؤلینو هم ګډون کړی و.

په یاده غونډه کې د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس ښاغلي الحاج عبدالواجد عادل له لوري ټولو راغلو مېلمنو ته د ښۀ راغلاست ویلو ترڅنګ بریالیو زده زده کوونکو ته مبارکي وويله او لۀ ځوانانو يې وغوښتل ترڅو د کمپيوټر اړؤند ترلاسه کړي مهارتونه هیواد د پرمختګ پۀ لاره کې وکارؤي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته