د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۸:۱۴
ریاست مخابرات ولایت کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مشرتابه د یوې غونډې په ترڅ کې د آترا ادارې او مخابراتي شرکتونو له ولایتي مسئولینو سره وکتل.

په دې غونډه کې د مخابراتي خدمتونو په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د مخابراتي شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي، له 2G څخه 3G او له 3G څخه 4G ته د سایټونو لوړولو، د مخابراتي شرکتونو په مستقیمو او غیر مستقیمو نمایندګیو کې د سیم کارتونو د راجستر کولو د کړنلارې پلي کولو، په لوړه بیه د سیم کارتونو له پلور څخه مخنیوی، د اوسیدونکو د شکایتونو ته رسیدنې، د پرچون پلورونکو لخوا د سکریچ کارتونو او بریښنایی کریډیټ کارتونو (میټیو) ویش، په هغو ولسوالیو کې چې تر اوسه د پیرودونکو خدمتونو مرکزونه نلري د مرکزونو جوړول، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د شمال ختیځ زون آترا ادارې سره د مخابراتي شبکو د مسئولینو همغږي، د مخابراتي ټاورونو د نصب او لیږد په اړه خبرې وشوې.

همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د پورتنیو مسایلو په پام کې نیولو سره خپلې چارې د آترا ادارې د کړنلارې مطابق ترسره کړي.

په ترتیب سره د مخابراتي شرکتونو مسئولینو د ۲۰۲۴ کال په دوهمه ربع کې د خپلو پراختیایي پلانونو او پراختیايي بودجې له لارې د نویو سایټونو د جوړولو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې ټولې چارې به د نوې کړنلارې مطابق د مخابراتو ریاست او اترا ادارې سره په همغږۍ ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۹:۲۸
Background image

د پنجشیر ولایت عنابې ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د هغو سیمکارتونو چې د سلام  مخابراتي شرکت له لوري د پنجشیر ولایت استازولیو...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر ولایت په خوښۍ او محمد آغي ولسوالیو کې د دوه مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

له مخابراتي سایټونو څخه د نظارت په ترڅ کې یې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۳۸
Background image

کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ کې د درېیو نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف د بودېجې...

بېرته خبرونه ته