د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۲۳ تنه زدکوونکي فارغ شول

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲ - ۱۵:۳۰
ولایت کاپیسا

د کاپیسا ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (ام اس ورد، اکسل، اکسس، پاورپوینټ او انټرنیټ) په برخه کې، د دریمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۲۳ تنو زده کوونکو ته د فراغت بري ليکونه وويشل شول.

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس محترم مولوی دلاور برهان فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او همداراز ځوانان یې و هڅول چې د موجوده فرصت څخه د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې خپلې پوهې د پراختیا لپاره پوره ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اوسني عصر اړتیا او د ټکنالوجۍ ارزښت ته په کتو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د کمپیوټر د زده کړې علمي مرکزونه جوړ او د ټکنالوجۍ په پرمختللو وسایلو سمبال کړي چې د مجربو ښوونکو له لوري هېوادوالو ته پکې په علمي او عملي ډول تدریس کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۱۱
Background image

د لوګر ولایت جوزار سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې تر سره شوه

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې جوړیدو سره به یې د یادې سیمې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۲:۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د اټوما مخابراتي شرکت له رهبرۍ سره ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د انوسټکام اې اف عمومي  رئيس ښاغلي جمال رمضان، د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان او...

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۷ - ۱۳:۱۹
Background image

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۶۸ تنه فارغ شول

د فراغت د مراسمو په ترڅ کې د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا محمد انور قیام ، د بیلابیلو ادارو کارکونکو...

بېرته خبرونه ته