د کاپیسا د والي سره لیدنه او د دغه ولایت د اوسېدونکو د مشکلاتو اورېدل
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمی نن د خپل کار په دفتر کې د کاپیسا والي محترم عبدالطیف مراد سره د لیدنې تر څنګ په دغه ولایت کې د خلکو د مخابراتي خدماتو او انټرنټ د کيفيت په اړه موجوده ستونزې واورېدې.
د کاپيسا والي د ستونزو د شریکولو تر څنګ د سلام مخابراتي شبکې د خدماتو پراختيا، مخابراتي او انټرنټي خدماتو د کېفيت په اړه خبرې وکړې.
محترم محمد فهيم هاشمي وروسته اړوندو مسؤولينو ته لارښوونه وکړه چې د کاپيسا ولايت د خلکو د ستونزو د حل په برخه کې ژر تر ژره لازم ګامونه پورته کړي او له ارزونې او مطالعې وروسته دې د سلام مخابراتي شبکې ظرفيت هم لوړ کړي.