د کار موندنې خبرتیا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت،کار اهل کار ته د سپارلو په خاطر او د افغانستان د اسلامي امارت د تګلارې له مخې، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې پر بنسټ دریم او څلورم خالي بستونه د آزادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپاري.
په شرایطو برابر نوماندان کولای شی د یادو بستونو لپاره فورمی د وزارت د بشري سرچینو د استخدام له آمریت او د وزارت له رسمی ویب پاڼي څخه او یا په انلاین ډول د لاندی لینک له لارې ترلاسه کړي.