د کارموندنې خبرتبا: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (یو) خالي بست آزادې سیالۍ ته سپاري

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۶ - ۱۲:۱۰

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location

کابل

کار اهل کار ته د سپارلو او د یوې سالمې ادارې رامینځ ته کولو په خاطر د افغانستان اسلامي جمهوریت عالي موخو د پلي کولو په منظور، همدا راز د کارمندانو د تعیناتو د کړنلارې د اتمو نهمو او لسمو مادو پر بنسټ د ملکي خدمتونو ټول دریم څلورم پنځم او شپږم خالي بستونه د ازادې سیالۍ له لارې ترلاسه کیږي.

ښایي چې اړوند مراجعو ته د مکتوبونو په صادرولو سره د رسانیو او نورو امکاناتو له لارې اعلان ته وسپارل شي.

نو له همدې کبله د وزارت خالي بستونه چې د رتب او معاشونو په سیستم کې شامل دي د روانې زمری میاشتې د (۵) مې نیټې څخه تر(۱۶) نیټې پورې اعلان ته سپاري.

بناً مراتب اړونده ادارو ته ولیکل شو ترڅو له موضوع څخه خبر وي او لیوال کاندیدان چې د ذکر شوي بست مواصفات بشپړ کړي د سیالۍ په پروسه کې ګډون کولی شي.

  • بست (۷) د اداري خدمتونو ریاست د ویرنکار  (یو) بست.

 

سندونه:

د بست مکتوب

د دندو لایحه دلته دانلود کړئ

----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

د دندې موخه:( د کنترول انجن او د سویچ بورډ بیا رغونه او غوره ګټه اخیستنه)

د بست ځانګړنې:

د بست سرلیک: ویرنکار

د بست ځای: د اداری خدمتونو ریاست

بست: (۷)

د بست شمېر: (۱)

د پیل او پای نېټه: ۱۴۰۰/۵/۵  الی  ۱۴۰۰/۵/۱۶

-----------------------------------------------------------------------------------------

د دندې مسولیتونه او واکونه:

تخصصي دندې

  1. د بیلابیل ډوله وسایطو عمومي ویرینګ جوړونه.
  2. د کنټرول انجن ، ویرینګ سویچ بورډ او د بیس جوړونه.
  3. په ټوله کې  د اړوند وسایلو او تجهیزتو جمع او قید او د هغو ساتنه او مراقبت.

مدیریتي دندې:

  1. په اړوند برخه کې د تخنیکي تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه.
  2. د موخو تحقق لپاره د ضرورت پر مهال د میاشتني، درې میاشتني او کلني راپور وړاندې کول 
  3.  د باصلاحیته امرینو په لارښوونه او د وزارت د موخو، مقرراتو او قانون سره برابر د نورو دندو ترسره کول.

د ګمارنې شرطونه: ( کاري تجروبه او د زده کړې درجه):

د دندو دا لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون د ۸'۷ او۳۴ مادو په پام کې نیولو سره د لاندې معیارونو په بنسټ ترتیب شوې ده.

د زده کړې درجه: 

اړینې تجربې: (د تجروبو وخت او ډول)
نور مهارتونه: (لنډ مهاله کورسونه، د دندې په بهیر کې زده کړه او نور)
د مسلک او حرفې سره سم د دندو د ترسره کولو وړتیا لرل.

په شرایطو برابر کسان کولای شي، چې د غوښتنې فورمې د مخابراتو وزارت په لمړي پوړ کې د پذیرش عمومي مدیریت څخه تر لاسه کړي.
خپلې فورمې دې د ډکولو وروسته بیا وسپاري.
د نورو معلوماتو لپاره کولای شئ چې په دې شمیرو PBX (360) د استخدام مدیریت سره د 7 او 8 بستونو په اړه  اړیکه کې شئ.
یاداښت: صرف په شرایطو وړ کاندیدانو ته د مرکې او ازموینې لپاره خبر ورکول کیږي.

 

مربوطه دندېنورې دندې

بیرته تګ