د کارته نو د ډیجټل تلیفون دستګاه رسمآ پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د کارته نو د ډیجټل تلیفون دستګاه د مخابراتو او معلوماتۍ ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین لخوا پرانستل شوه.

یاده پروژه نن سه شنبه د ۱۳۹۱کال د قوس د میاشتې په ۷مه نیټه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري هیئت ،کارکونکو او د رسنیو استازوپه کې برخه درلوده پرانستل شوه اورسماًیی په فعالیت پیل وکړ، یاده پروژه چې لګښت یې دوه میلیونه ، دوه لکه او شپږ نوی زره  امریکايي ډالره کیږی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه تمویل او د استر هندوستاني اوآوی چینایی کمپنۍ  لخوا  پلي شوې ده.

 انجنیر امیرزي سنګين یاده پروژه د هیواد د پرمختګ په لور یو بل ګام وباله او وویل چې دا پروژه د استرهندوستانۍ او آوی چینایی کمپنۍ په واسطه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تر څارني لاندې پلې شوې ده. نوموړي د دولتی ادارو په ځانګړي ډول د شاروالي کارکوونکو، د افغان تیلی کام انجینرانو او د کارته نو د سیمې له  خلکو څخه  مننه وکړه چې د پروژې په پلي کولو کې همکاري کړېده.

ښاغلي سنګين زیاته کړه د مخکنیو پلانونو په اساس په کابل ښار کې د ۱۰۰ زره تلیفونی مزو غزولو پروژې  د کارته نو له دستګاه سره بشپړې او ګټه اخیستنې ته وړاندې شوې دي.   

دکارته نو د ډیجیټل پروژې دستګاه د کارته نو ، رحمان مینې او شاه شهید سیمې تر خپل پوښښ لاندې راولي او ددې دستګاه اړیکي له نورو دستګاه وو سره د نوري فایبر په واسطه تأمینیږی.

ددې پروژې په افتتاح کولو سره به ددې سيمې خلک د دستګاه تر پوښښ لاندې راشي او د باکیفیته او ارزانه تیلیفوني اړیکو سربیره  د ډیټا د تبادلې، انترنیت دایل اپ او په همدې ډول د DSL له لارې د چټک انترنیت اسانتیاوو څخه برخمن شي او د هیواد په عوایدو کې به ددې پروژې د ډېرو اړیکو پر اساس ډیروالی هم راشي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته