د کابل ښاروالۍ خدماتو د الکټرونيکي سازۍ لپاره ګډه ناسته

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۶:۱۳
Acting minister of Communications and IT meets with Kabul Mayor

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمي د کابل ښاروال محترم احمد ذکي سرفراز سره د لیدنې تر څنګ د کابل ښاروالۍ خدماتو د الکټرونيکي سازۍ په اړه خبرې وکړې.

په دې ناسته کې کابل ښاروال محترم سرفراز د وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه چې د ښاروالۍ جواز اخیستنې، عامه خدماتو او کابل ښار د تنظیف ریاست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د الکټرونيکي سازۍ برنامې تر چتر لاندې راشي او زیاته يې کړه چې په دې برخه کې ښاروالي د وزارت له هڅو او پرمختګونو مننه کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټولو وزارتونو او دولتي ادارو سره همکارۍ ته ژمن دی او خوښ دی چې د کابل ښاروالۍ سره د همکارۍ زمينه برابرېږي، تر څو د کابل اوسېدونکي د ښاروالۍ د الکټرونيکي خدماتو څخه برخمن شي.

په دې ناسته کې ښاغلي هاشمي همدا راز د آسان خدمت ادارې په همکارۍ ټينګار وکړ، زیاته يې کړه چې د ښاروالۍ خدماتو د الکټرونيک سازۍ په برخه کې به هېڅ ډول مرسته ونه سپموي او د خدماتو وړاندې کولو په مېکانیزم به کلکه څارنه وکړي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته