د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین پای ته ورسید

د ښځو پروړاندې تاوتریخوالي له منځه وړلو ۱۶ ورځني کمپاین د پای پروګرام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا په انټرکانټیننټال هوټل کې جوړ شو.
پدې برنامې کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیرې آغلې معصومه خاوري، د ولسي جرګې غړې آغلې ګل روخ بدخشي، د ښځو چارو وزارت حقوقي رییس آغلې ګل مکۍ صافي، د ملي پخلاینې معینیت جندر مسئول، د بیلابیلو ادارو رییسانو، د وزارت کارکوونکو او رسنۍ ګډون کړي وو.
په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو لپاره د ۱۶ ورځني کمپاین، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون په اړه د پوهاوي لوړولو، او په کاري چاپیریال کې د جندر پراساس ځورونې مخنیوي پر اهمیت خبرې وکړې.
اغلې خاوري د ښځو د بشري حقونو د تامین او د فرهنګي، ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي برخو کې د دوی د مساوي شتون لپاره د حکومت لخوا چمتو شوي ستراتیژیو او میکانیزمونو ته په اشارې سره وویل چې په کورنو، ټولنه او دفترونو کې د میرمنو اوسنی وضعیت مطلوب او د ډاد وړ دی، خو دا کافي ندي.
نوموړې په خپله وینا کې ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه به د هیواد د نافذه قوانینو په چوکاټ کې د ښځو ګمارنې ته لومړیتوب ورکوي او د امکان تر حده به د دوی ملاتړ وکړي. همداراز هغې ژمنه وکړه چې په تخنیکي او ټکنالوجۍ برخو کې د ښځو د ظرفیت لوړولو او حضور د زیاتوالي په خاطر، به یو شمیر ښځینه زده کونکي د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو کلن انترنشپ پروګرام کې چې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ډیجیټل کاسا پروژې له لارې پیل کیږي جذبوي.
ورپسې، د ښځو چارو وزارت حقوقي رییسې آغلې گلروخ بدخشي د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو په موخه د ۱۶ ورځني کمپاین په اړه د حسینیه صافي پیغام ولوست او د نارینه او ښځو ترمنځ مساوي حقونو او امتیازاتو باندې ټینګار وکړ.
د سولې د عالي شورا مرستیاله محترمې ګل مکۍ صافي هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسولو په اړه د پوهاوي لوړولو کمپاین یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او د دې بریا له امله یې مخابراتو وزارت ته مبارکي وویله.
بیا د مخابراتو وزارت د جندر مسؤلې ملالۍ یوسفزۍ او د ډیجیټل کاسا پروژې د جنډر مسؤلې محترمې وږمه کوهستانۍ ، هم د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي پروړاندې د پوهاوي لوړولو د ۱۶ ورځني کمپاین او په کاري محیط کې سالم چاپیریال رامنځته کولو پراهمیت خبرې وکړې.