د ښځو نړیواله ورځ د سایبري امنیت په برخه کې د ښځو ځواکمنولو په موخه د مخابراتو په وزارت کې ولمانځل شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۱۶:۱۵
معصومه خاوری وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

دا برنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري، د وزارت یو شمیر رئیسانو او ښځینه کارمندانو په ګډون ‏کې ترسره شو‎.‎

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د مارچ اتمه، د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت په هیواد کې ټولو میرمنو په ځانګړي ‏توګه د دې وزارت ښځینه کارمندانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې نن ورځ په مختلفو څانګو کې د ښځو شتون د دوی د ‏زړورتیا او هڅو پایله ده‎.‎

اغلې خاوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د ښځو له فعال حضور څخه خوښي څرګنده کړه، خو ټینګار یې ‏وکړ چې میرمنې کولی شي د تخنیکي پوهې په ترلاسه کولو سره پدې سکتور کې خپل حضور پیاوړی کړي، او د ټکنالوجۍ په ‏کارولو سره محرومیت او نابرابرۍ له منځه یوسي‎.‎

وزیر مخابرات

پدې برنامه کې، د سایبري امنیت په برخه کې د ښځو ځواکمنتیا لپاره د پوهاوي ورکشاپ د معلوماتو سیسټمونو امنیت ریاست ‏لخوا هم په لاره واچول شو‎.‎

د معلوماتو سیسټمونو امنیت رئیس ښاغلي محمد حسیني وویل چې د پروګرام اصلي هدف د سایبري امنیت په برخه کې د میرمنو ‏پوهاوي، د بیلابیلو ګواښونو، خطرونو او سایبري جرمونو سره بلدتیا ترلاسه کول او همدارنګه د معلوماتو خوندي کولو په ‏میتودونو پوهیدل دي‎.‎

حسینی

ښاغلي حسیني وویل چې د پوهاوي دغه پروګرام به د ادارو اړتیاوو سره سم په راتلونکي کې پراخه شي او د نورو ادارو ‏کارمندانو لپاره به هم پلي شي.‏

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته