د ډیوې پروګرام د سیالیو ګټونکو ته د جایزو ورکړه
د ډیوې پروګرام جایزې په هغه محفل کې چې د ۱۳۹۳ کال دجوزا میاشتې په ۱۳ مه نيټه کابل ستار هوتل کې د مخابراتو وزارت رهبري پلاوي، د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال، د افغانستان د معلوماتو د انسجام ادارې لوی رییس او د هیواد د پوهنتونونو استادانو ګدون په کې کړی و د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزیرښاغلي امیرزی سنګین لخوا د سیالیوګټونکو ته ورکړل شول.
دمخابراتو وزیر ښاغلي امیرزی سنګین په دغه مراسمو کې دخوشحالی په څرګندولوسره وویل : نن خوشحاله یم چي یو نوي ګام دمعلوماتی ټکنالوجۍ په برخه کې اخلو او په هیواد کې د یو رقابتي پروګرام په ترڅ کې زمونږ ۱۱ تنه نوښتګر هیواد وال د جایزو ګټونکي پیژندل شوي او دا موږ ته ډاډ او هیله را بخښي چې کولای شو خپل ګران هیواد دمخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ په صادرونکي هیواد بدل کړو.

همداراز دمخابراتو وزیر ښاغلي امیرزی سنګین وویل: په هره اندازه چې له ټیلفون او معلوماتي ټکنالوجۍ څخه استفاده وشي په هماغه کچه کارونه په چټکۍ سره پرمخ ځي او دفساد زمینه هم محدوده کیږۍ او ستونزو ته الکترونیکی حل لاري پیدا کیږي. په همدې موخه دالکترونیکي حل لارو په اړه د سیالی دغه بهیر مو په لاره اچولي چې له مخې به يې ټول افغانان وکولای شي په دې پروګرام کې ګډون وکړي او دخپلو ادارو ستونزو د حل لپاره تیلفوني او ټکنالوجیکي وړاندیز وکړي چې دا نوښتګر او ابتکاري وړاندیزونه به له ارزونې څخه وروسته دجایزې وړ وپیژندل شي.
ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي ایمل مرجان د ډیوې پروګرام په هکله معلومات په ورکولو سره وویل: چې د ډیوې پروګرام موخه په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ او موبایل ټکنالوجۍ د استعمال له لارې د نوښت کلتور ته وده ورکول دی.
هغه زیاته کړه: چې د مخابراتي او معلوماتي تکنالوجۍ او مبایل ټکنالوجۍ په برخه کې د نوښتونو د ودې او پراختیا له لارې جوړ شوي حل لارې به د دولتدارۍ او عامه خدمتونو په برخه کې شته بیلا بیلو ننګونو ته ځواب ووایي او په هیواد کې به د نوښت کلتور په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او په هیواد کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور د دوامدارې ودې او پراختیا په برخه کې به اغیزمن رول ولري.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمی مرستیال ښاغلي محمد عثمان او د افغانستان د معلوماتو د انسجام ادارې لوی رییس ښاغلي محمد نجیب عزیزی په وار سره خبرې وکړې او د ډیوې پروګرام څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د نوښتونو او لاسته راوړنو څخه یې ستاینې وکړې.
د سیالیو لومړی دوره په ۲۰۱۳ زیږدیز کال کې په لاره اچولې شوې وه او د بیلا بیلو دولتي ادارو ټولټال ۹ ننګونې اعلان شوي. په هیواد کې د ننه او بهر افغانانو څخه د دې ننګونو لپاره ۴۰ بیلا بیل وړاندیزونه او حل لارې تر لاسه شوي دي او نن ددغه سیالیو ۱۱ تنو ګټونکو ته جایزې او انعامونه ورکول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د سیالۍ ګټونکو ته له ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۸۰۰۰۰ ډالرو پورې مالي انعامونه ورکول کیږي.
