د پیوست مخابراتی شرکت دي یوه غونډه په ترڅ کې په کابل سرینا هوټل کې رسماً پرانستل شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

Paywast Inauguration

دغه شرکت چې په ګټو خبرې کول ترعنوان لاندي د کابل سرینا په هوټل کې رسماً پرانستل شو. په هغه غونډه کې چې د کابل سرینا په هوټل کې جوره شوې وه  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلي الحالج انجنیر بریالی ( حسام )  د مقام ددفتر رئیس ښاغلی غلام جیلاني ( وزیری ) د مخابراتو د خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) غړي  عطا محمد ( یاري) د تجارت د خونو رئیس ښاغلی قربان ( حقجو) د تجارت د خونو مرستیال ښاغلی خانجان ( الکوزی ) او ځینو کورنیو او بهرنیو میلمنو ګډون کړئ وه .


غونډه د قرانکریم د څومبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه .


د غونډې په پیل کې  دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مرستیال ښاغلی انجنیر بریالی ( حسام) د پیوست شرکت مسولینو او کارکوونکو ته مبارکي وویله . او زیاته يې کړه، اوس مهال ۸۰ په سلوکې وګړي په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلي دي او دغه خدمتونه ورځ په ورځ پراختیا مومي.د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ډیره روښانه او روڼه پالیسي لري او د پانګې اچونې زمینه يې  برابره کړي ده ترڅو زموږ هېواد وال و کولائ شي د مخابراتو په سکټور کې پانګه اچونه وکړي او مخابراتي خدمتونه په ښه او لوړ کیفیت وړاندې کړي. د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت  دمشترکینو شکایاتو ته د رسېدول لپاره او د خصوصي شرکتونو د کنترول ، نظارت او مثبت رقابت کولو په مقصد د مخابراتو د خدمتونو د تنظیم اداره ( اترا) جوړه کړي ده او دغه اداره په پرمختلو وسایلو سمبال ده .


همدارنګه د دغه شان شرکتونو رامنځته کېدل د هېواد په اقتصاد کې ډیر مهم رول لري  اوس زموږ هېواد وال کولاي شي چې د ګروپونو په جوړه ولو سره خپل لیکي پیغامونه په وړیا توګه یو بل ته ولېګې .


وروسته بیا د تجارت د خونو رئیس ښاغلی قربان( حقجو) دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کړنې او لاس ته راوړنې وستایلې . او ويې ویل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یواځنی وزارت دی چې یو روښانه او روڼه پالیسي لري او د پانګې اچونې زمینه د مخابراتو په سکټور کې زموږ هېواد والوته برابره کړې ده او تراوس مهال کومه سرغړونه د تجارت د خونو سره نه لري او د دې وزارت خدمتونه د قدروړ دي او په پای کې د پیوست شرکت مسولینو او کارکوونکو ته مبارکې وویله غونډه د تیاتر په ترسره کېدو سره پاي ته ورسیده .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته