د پکتیکا ولایت په مرکز کې د روشن مخابرتي شرکت د یوه سایټ انټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۲:۴۵
ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په مرکز ښرنې ښارکې د یوه مخابراتي سایټ انټرنیټي خدمتونه ۴جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د روشن مخابراتي شرکت د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د مرکز اړوند اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.

همداراز د پکتیکا ولایت مرکز اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده چې د روشن مخابراتي شرکت لۀ دې وړاندې هم د مرکز ښرنې ښار سربېره پۀ اُرګون، يوسف خېلو، زرغون شهر، يحيي خېلو او مټاخان ولسواليو کې ۳ جي او ۴جي خدمتونه پيل کړي دې.

اوهمداراز، نوموړي مخابراتي شرکت ژمنه وکړه  په کومو ولسواليو کې چې اوس مهال د روشن مخابراتي شرکت ۲جي انټرنیټي خدمتونه شتون لري، د هغه سايټونو خدمتونه  به هم ډېر ژر ۳ جي او ۴جي لوړ شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته