د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو څانګه پرانیستل شوه

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ مرکز کې د پیرودونکو خدمتونو نوې څانګه د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستله .
د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.
دیادولو وړده چې د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکو د دې څانګې په پرانیستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.