د پکتیا ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې د دوه، نویو مخابراتي سایټونو جوړولو سروی ترسره شؤه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
ولایت پکتیا

هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام د پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار او زرمت ولسوالۍ کې د اټوما مخابراتي شرکت له لوري د دوه ، نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه، تخنیکي او فزیکي ارزونه (سروې) ترسره شؤه.

یاد مخابراتي سایټونه د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو لپاره د هغو منظور شویو سایټونو له ډلې څخه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت د مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د یاد ولایت بېلابېلو لرو پرتو سیمو ته د یوه ځانګړي هدایت له مخې منظور کړي وو چې اوس مهال یې د سروې او جوړېدو چارې عملاً پیل شوي دي.

یاده سروې د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په مشرۍ د تخنیکي ټیم له لوري ترسره شوې چې په اساس به یې د مرکز ګردیز اړوند رباط شیخانو او د زرمت ولسوالۍ فانده خیل دولت خان، سکور او ابدکي سیمو ډېری برخې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې له مخابراتي آسانتیاو محرومو سیمو لپاره۳۰ مخابراتي انټنونه منظور کړي وو چې اوس مهال یې د جوړېدو چارې پیل شؤي او همدارنګه تر دې وړاندې د پکتیا ولایت لرو پرتو سیمو ته د ټي ډي اف لسمه پروژه کې ۱۸ مخابراتي سایټونه هم منظور شؤي وو چې د یو شمېر مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې یې بشپړېدو ته نیږدې شؤي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته