د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د پکتیا پوهنتون تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او په دغه ولایت کې د پوهنتون ریاست تر منځ د علمي او عملی چارو، یو بل سره په څېړنيزو پروژو، د محصلینو لپاره د انټرشيپ پروګرامونو په برابرولو،غونډو او سیمینارونو ترسره کولو لپاره مناسبې کاري ساحې رامینځته کولو، د ادارو ترمنځ د همکارۍ کلتور ته د ودې ورکولو، کارمندانو او محصلینو ته د ساینسي او تخصصي تجربو لیږدولو، او د دواړو ادارو د ظرفیتونو لوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.
دپکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست یاد هوکړه لیک د محصلینو د وړتیاوو لوړولو لپاره ګټور وباله او د پکتیا ولایت د پوهنتون سره یې د خپلې همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ.
