د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا

naweed_admin

 

خبرتیا

د پُستي خدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) د هیواد په پُستي بازار کې د پالیسۍ جوړونې، د تنظیمي او څارونکي ادارې په توګه کار کوي ترڅو په شفافه توګه د پُستي خدماتو د پیرودونکو او د پُستي خدمتونو وړاندي کونکو حقونه خوندي کړي.

د افغانستان د پُستي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) د پُستي خدمتونو د وړاندې کولو (۱۲) شرکتونو ته جوازونه ورکړی، چې د افغان پُست د دولتي شرکت تر څنګ  د هېواد په پُستي بازار کې  فعالیت سر ته رسوي، له یادو شرکتونو چې په دې وروستیو کې یې فعالیت درولی په لاندې ډول دي.

۱. (DHL) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۲. ( FedEx) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۳. ایرو پارسل د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۴. ببر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۵. نی د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۶. سمارت سیستم د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۷. شهیر د چټکو  پُستي  خدمتونو شرکت

۸. جی ټي آر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

همدا راز لاندی  (۴) ذکری شوي شرکتونه په پستی بازار کی د افغان پُست دولتي شرکت په ګډون  فعالیت لري چې نومونه یې په لاندې ډول ذکر کېږي.

۱. افغان پُست دولتی شرکت

۲. باختر د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۳. ایکسپو(UPS) د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۴. کابل آریانا د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

۵. کابل کیهان د چټکو پُستي خدمتونو شرکت

یادونه: هغه حقیقی یا حقوقی اشخاص یا عرېضه کوونکي چی د کارګو، لوژستیک، سیاحت او نورو ورته خدماتو تر نامه لاندې په پُستي خدماتو کي ښکیل دي، که چیرې د پُستي بازار د څارني مسئولینو  لخوا کشف او تایید شي، د اصولو او مقرراتو  په رڼا کی  چلڼد  ورسره کیږی او د پُستي خدماتو د تنظیم ادارې (اپرا) لخوا  موضوع د تعقیب په موخه په عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي او قانوني چلند به ورسره وشي.

له همدې امله، د جواز لرونکو فعالیتونو د ملاتړ او د هیواد په پُستي بازار کې د غیر جواز لرونکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره او د پُستي خدمتونو په تړاو د شکایت لپاره، مهرباني وکړئ دغې اېمېل سره خپل معلومات شریک کړئ:

contact@apra.gov

او یا هم لاندې شمیرو سره اړیکی ونیسئ:

د اړیکو شمېرې: 0202106082  - 0202106012 - 0202106013                                                                                  

سندونه:

دپُستيخدمتونو د تنظیم اداره (اپرا) خبرتیا دلته دانلود کړي

 

با احترام

 

نوي اعلانونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۹:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) اعلامیه!

په غیر قانوني ډول د مخابراتي سکټور په چارو کې د لاسوهنې خبرتیا...

چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۱:۴۱
Background image

د ګرځنده براډبانډ (Broadband) خدمتونو وړاندې کولو لپاره د فریکونسي مزایده

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو را پدېخوا د موبایل د څلورم نسل (4G) خدمتونو ...

یکشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۷ - ۱۱:۵۵
Background image

خبرتیا!

څرنګه چی تاسو ته څرګنده ده پدی وروستیو کی لیدل کیږی چی یو تعداد نامعلومه اشخاص او افراد پدی لټه کی دی چی ستاسو شخصی فیسبوکونه هک او ستاسو...

Back to announcements