د پنجشیر ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ارزونې (ډرایف ټسټ) عملیه تر سره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۵:۵
ولایت پنجشیر

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت آټرا ادارې تخنیکي ټیم له لوري د پنجشېر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز، رخې او عنابې ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په ذریعه د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پکې کمزوري یا ستونزې لري، پیژندل کیږي او د مقام له هدایت سره سم مخابراتي شرکتونو سره شریک او مخابراتي شرکتونه مکلف کېږي چې د خپلو خدماتو کیفیت کې ښه والی راولي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته