د پروژې عنوان: د معلوماتي ټکنالوجۍ د امنیتي تجهیزاتو چمتو کولو او د معلوماتو ملي مرکز د آّپګریډ کولو پروژه

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

د داوطلبی شمیره:  NPD/MCIT/1402/NCB/G-04

د افغانستان اسلامي امارت چاروعمومي ریاست د ملي تدارکاتو ادارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په استازیتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د امنیتي تجهیزاتو د برابرولو او د معلوماتو ملي مرکز د آپګریډ کولو پروژه له تشخیصي NPD/MCIT/1402/NCB/G-04 شمېرې سره داوطلبۍ ته وړاندې کړې وه. چې د داوطلبانو د پوښتنو په پایله کې، د یادې پروژې په شرطپاڼه کې تعدیلات رامنځته شوي او د دې لپاره چې داوطلبان تعدیل شوي سندونو ته لاسرسی ولري او د خپلو آفرونو چمتو کولو لپاره کافي وخت ولري، د آفرونو د سپارلو وروستۍ نیټه د وږي میاشتې له ۲۸ څخه د ۱۴۰۲ کال تلې میاشتې تر ۴ پورې غزول شوی.

محترم داوطلبان کولی شي د تعدیل شوې شرطپاڼې لومړی شمیره او د داوطلبانو پوښتنو ته توضیحات د چارو ادارې د عمومي ریاست له ویب پاڼې {https://aop.gov.af/dr/access_to_information/administrative} یا د مخابراتو او معلوماتي وزارت له ویب پاڼې څخه {https://mcit.gov.af/dr/all-tenders} یا بریښنالیک planningnpa@gmail.com Vyarmassoud@gmail.com   څخه ترلاسه کړي.

خپل آفرونه دې د شرطپاڼې، د تعدیل ۱ شمیرې  او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل سره سم په سر تړلي توګه د ۱۴۰۲ کال د میزان د ۴ نیټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ملي تدارکاتو ریاست د آفرګشایۍ اسانتیاوو سکرتریت آمریت ته وسپاري.

د آفرونو پرانیستونکې غونډه به ۱۴۰۲کال د تلې میاشتې په ۴ مه نیټه  د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ملي تدارکاتو ریاست په پامیر سالون کې، چې  د چارو ادارې عمومي ریاست د مرمرین ماڼۍ تر څنګ، په پښتونستان واټ، کابل - افغانستان کې موقعیت لري ترسره کیږي.

اسنادها:

د داوطلبانو پوښتنو او توضیحاتو لینک

د تعدیل ۱ شمیرې د خبرتیا لینک

په درنښت

 

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۹:۲۲ کابل
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲۶ کابل
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان

د سایبري عملیاتي مرکز (AF-SOC) د جوړولو پروژه د فاستر انفراسټرکچر سرویس شرکت ته، چې د کابل ښار په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې...

Back to tenders