د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي په رسمي توګه اعلان شوو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لخوا د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي پلي کیدل په رسمي توګه د یو مطبوعاطي کنفرانس په ترڅ کې چې د ۱۳۹۵ کال د تلي میاشتې په ۱۰ مه نیټه جوړ شوی وو اعلان شو.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی چي په دغه کنفرانس کې خبرې کولې وویل: چې د دغه کنفرانس موخه، په رسمي توګه د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي اعلان او د مخابراتو په سکتور کې د دغې پالیسي پر اهمیت، اقتصادی پایلو او اړتیا باندې رڼا اچول ده.
همدارنګه ښاغلي وحیدي وویل: چې د پرانیسیې لاسرسۍ پالیسي موخې په ټول هیواد کې افغانانو ته په ارزانه توګه با کیفیته او د اعتماد وړ خدمتونو برابرول دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدي زیاته کړه چې پرانیستې لاسرسۍ پالیسي او سیالي دریو بنسټیزو اصولو ته چې په نړیواله توګه منل شوي دی په کتو سره تنظیم شوي دي او عبارت دي: د بازار د فعالانو تر مینځ عدم تبعیض، شفافیت او حقیقي بیو ټاکل.
د زیربناوو او معلوماتي ټکنالوجۍ په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار ښاغلي ډاکټر همایون قیومی په خپلو خبرو کې وویل: چې په تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د حکومت د اقتصادي پلان بنسټیز اصول په اقتصادي ډګر کې د بالقوه فرصتونو او سیمه ییزو همکاریو په ګوته کول دي. په دې برخه کې، مهم او لوی پروګرامونه طرح او پلي شوي دي.
د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي د خصوصي سکتور د همکاریو له لارې د دوامدارې اقتصادي او ټولنیز پرمختګ زمینه برابروي.
ښاغلي همایون قیومي د افغانستان جلالتمآب جمهور رئیس په استازیتوب د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه، تخنیکي ډلو نړیوالو ادارو او خصوصي سکتور له استازو څخه ژوره مننه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د دغې پالیسی د پلي کیدو سره به د هیواد مهم مخابراتي بنسټونه د دولت له انحصار څخه خلاص شي او په لومړي ځل خصوصي شرکتونو ته په مخابراتي زیربناوو کې د لاسرسۍ زمینه برابریږي او هم کولاشي چې په ټول هیواد کې نوي زیربناوې د نوري فایبر په ښمول جوړ او فعال کړي.
د افغانستان د اقتصاد وزیر ښاغلي عبدالستار مراد هم د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي پر اقتصادي پایلو خبرې وکړې. هغه وویل چې د افغانستان حکومت د خصوصي سکتور اړتیاوو ته په کتو سره د هیواد په اقتصادي زیربناوو تمرکز کوي.
د ښاغلي مراد په وینا: چې د پرانیستې پالیسۍ تطبیق د کار په رامنځته کولو، د خصوصي سکتور د ونډې په لوړولو، د سالم رقابت پیاوړتیا، مخابراتي بیو په کمولو او نورو برخو کې د پام وړ اغیزې لري.
د سوداګری د خونو رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي او خصوصي سکتور د نظرونو په اړه خبرې وکړې. هغه وویل چې خصوصي سکتور تل د رغنده پالیسیو رامنځته کولو او پلي کیدلو غوښتنه کړې ده. د هغه په باور، د دغې پالیسی په تطبیق سره به د خدمتونو په بیو کې کموالی راشي، د خصوصي او عامه سکتور ونډې اخیستنې ته لاره اواره شي او د اقتصادي ودې او د بازار د خوځښت سبب شي.
همدارنګه د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې رئیس (اترا) ښاغلي ډاکتر نجیب عزیزي وویل چې د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي د مخابراتو په سکتور کې د تازه خوځښت په موخه رامنځته شوې ده او اترا اداره چمتو ده چې د اسانتیاوو په راوستلو کې د خصوصي سکتور سره په ګډه کار وکړي. د هغه په وینا دغه پالیسي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې سره سم د اجرا وړ دی او شرکتونه حق لري چې د جواز د ترلاسه کولو لپاره دغې ادارې ته مرجعه وکړي.
په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مرستیال د خبري کنفرانس خبرې اترې په لنډه توګه جمع بندي کړې وویل: چې د پرانیستې پالیسۍ په پلي کیدو سره نوري فایبر به د دولت له انحصار څخه خلاص، په مارکیټ کې سالم رقابت پیاوړۍ او د معلوماتو ترافیک ډیر شي. همداراز هغه یادونه وکړه چې یاده پالیسي د معلوماتي ټکنالوجۍ څلورم نسل (4G) ته لاره پرانیزي او د زده کړو او تحصیل په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او د سیمه ییزو هیوادونو د اتصال د مرکز په توګه د افغانستان په بدلولو کې مهم رول لوبوي.
د پرانیستې لاسرسۍ پالیسي لپاره دی لینک باندی کلیک کړي