د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون په غونډه کې د آغلي معصومه خاوري او ورسره تخنیکی تیم ګډون
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرستي او نوماندې آغلي معصومې خاوري نن یک شنبي (د لړم میاشتې ۴ مه نیټه) د ولسي جرګې د مالي او بودیجې، د عامه حسابونو او بانکي چارو کمیسیون په بلنه، د ۱۳۹۹ کال په نیمایي کې د بودیجې د لګښتونو د بررسی په غونډه کې برخه اخیستې وه.
په دې ناسته کې د وزارت تخنیکي ټیم د مالي رئیس په شمول، د مالیې وزارت چارواکو او د دوی ټیم هم برخه اخیستې وه. او د بودیجې د مصرف څرنګوالي په اړه د کمیسیون د غړو لخوا راپورته شویو پوښتنو او اندیښنو ته لازم ځوابونه وړاندې کړل.
همداراز په دې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د روان ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې پر لګښت هم خبرې و شوې او د مالیې او بودیجې کمیسیون په دې برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
