د وزیر ویناوی

افغانستان اسلامي جمهوریت

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت

جلالتمآبانو، ښاغلو او آغلو!

د ویاړ ځای دی چې د افغان ملت او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په استازیتوب په داسې یوه مهمه غونډه کې ګډون کوم. زما لپاره ډیره مهمه ده چې دلته په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ پورې اړوند د دوه اړخیزه همکاریو په اړه خبرې کوم.

مخابرات او معلوماتي ټکنالوجي په افغانستان کې د رشد په پړاو کې دی او د مخابراتو په برخه کې ډېر چټک رشد په ډاګه شوی دی. افغانستان کولی شي چې د موجوده ظرفیت او د خپلو جفرافیایي ځانکړتیاوو په اساس د سیمې هېوادونو په  نښلولو سره د اسیا د ډیجیټلي فعالیتونو مرکز شي. 

په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. افغانستان چې په 2002 کال کې تقریبا انټر نيټ ته لاس رسی پکې نه وو او اوسمهال د انټر نیټي خدمتونو وړاندې کوونکو ادارو (ISP) لخوا نږدې 8 ملیونه انټر نیټ کارووکي او 23 ملیونه د موبایل کاروونکي ثبت او راجیسټر کړي دي.

دا مهال د 6 ږو مخابراتي شرکتونو او 60 د انټرنیټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو د 3 ملیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده چې په پایله کې 89 سلنه د افغانستان خلکو انټر نیټي خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د 2007 کال اپریل په میاشت کې د افغانستان د نوري فایبر شبکې جوړښت جوړ کړ. د افغانستان د نوري فایبر شبکه د هېواد  په 25 ولایتونو کې د 4700 کیلومترو په اندازه غځېدلې ده. د افغانستان نوري فایبر له پاکستان سره د تورخم او سپین بولدک، له ایران سره د اسلام قلعې، ترکمنستان سره د تورغونډۍ او آقینې، له ازبکستان سره د حیرتانو بندر او له تاجکستان سره د شیرخان بندر له لارې نښلول شوی دی او په اخر کې د واخان دهلیز او د وریښمو ډیجیټلي لارې له طریقه به له چین هېواد سره ونښلول شي، چې د همکارۍ  دوه جلا  هوکړه لیکونو په اساس به د سیمه ایز اتصال  د پياوړتیا باعث شي. د شفافیت رامنځ ته کولو او د عامه خدمتونو وړاندې کولو لپاره د بریښنایي حکومتولۍ د برنامو په واسطه دغه سټراټیجیک پروګرام د ICT برخې لپاره رامنځ ته شوی دی.

د افغانستان او چین د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو چارواکي د ګډ لید لوري په لرلو سره په لومړیتوبونو، د تخنیکې ظرفیتونو پراخوالي او په اتصال کې سره یوځای دي. مونږ هوکړه کړې چې بیخ بیناوې به جوړوو، او د وریښمو له لارې به د کیبلي سیستم مسیر په تمدید سره به منځني ختیځ او اروپا د کیبلي سیستم لارې سره د واخان دهلیز له لارې متقابلې پولې ته  پراخوالی ورکړو.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت چارواکي د مخابراتي خدمتونو، د متقابلې سرحدي پولي  اتصال، د Cloud محاسبې، عمودي برنامو او نورو لپاره ټول امکانات په پام کې نیسي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ډېرو اړونده مسائیلو چې لومړیتوبونه دي او ورسره په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ چاپیریال او خدمتونه معاري کېږي او د سیمې د ICT شبکې یوه برخه کېږي، کار کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان دولت Open Access Policy تصویب کړه چې پانګه اچوونکي د نوري فایبر په برخه کې پانګونې ته هڅوي او په پایله کې د اپریټرانو ترمنځ سالمه سیالي رامنځ ته کېږي او  د مخابراتي خدمتونو کفیت او تعروفو کې ښه والی راځي.

د نړیوال بانک په مرسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لویې پروژې، ډیجیټل کاسا  پيل چې د سمه ایزې متقابلې پولې د اتصال کړنلارې په تطبیق سره به په بیخ بیناوو کې د خصوصي چټکې پانګونې پواسطه د اتصال بروډبانډ ښه شي، اړونده پالیسۍ به عصري شي او قانوني چوکاټ به په افغانستان کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په پراختیا کې ستر اغیز ولري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو ملي مرکز جوړی کړی چې د معلوماتو د امنیت یو متمرکز محور دی او د لوړو معیارونو په لرلو سره د معلوماتي ټکنالوجۍ دولتي سیستمونو مزبان دی. سربیره پردې د مجازي (could) یو پلاټفورم جوړ شوی چې د Afghan Cloud په نوم به خدمتونه وړاندې کوي.

د بریښنایي حکومتولۍ له لارې بریښنایي پیژندپاڼې صادرېږي چې لاس رسی او ډیجیټلي هویت ساده کوي. سربیره پردې په سایبري نړیوالۍ پالیسۍ کې بریښنایي حکومتولي، د جامع اهمیت او د خلاص وضعیت څخه د دفاع لپاره  بشري حقوق، له یول بل سره نامحدوده همکارۍ او د بیخ بیناوو او امنیتي کړنلارو په پراخوالي سره به یوه سایبري فضا رامنځ ته  کړي.

افغانستان کولی شي چې د اتصال او د معلوماتو د انتقال د مرکز په حیث په ټوله سیمه کې په نظر کې ونیول شي. د افغانستان دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیمې هېوادونو سره په نږدې اړیکه کې دي او مونږ اوس د هرډول ناوړه پېښو د مخنیوي لپاره  د مختلفو لارو د  انتخابونو د  ارزونې په حال کې یو. په همدي دلیل افغانستان، د مخابراتو لپاره د ګډو ګټو هېوادونو (Regional Commonwealth for Communicationsغړیتوب  په رهبري کیمټې او د اپراتور په مدیره هئیت کې لاس ته راوړ.

په افغانستان کې د ICT په پراخوالي سره مونږ نه یوازې کمیت بلکې کفیت باندې هم تمرکز کوو. پدې وروستیو کې مونږ د هېواد په ټولو سرحدونو کې خپل  OFC،  DWDM ته ارتقا ورکړې ده او په نږدې کې به د افغانستان لویو ښارونو او ولسوالیو ته با کفیته انټرنیټ ورسېږي. دا پدې مفهوم دی چې ټول عمومي خدمتونه تر یوه چتر لاندې راولو، چې پروسې ساده کوي او بریښنایي خدمتونو ته لار هواروي. د اسان خدمت اداره د کمپیوټري سیستم،  د بهرنیو او کورنیو وګړو کاري جواز او د ترافیکو لپاره په یوه متمرکزې حلارې کار کوي.

 مخابراتو وزارت د فعالیتونو لپاره د بریښنایي حکومتولۍ تر عنوان لاندې طرحې ته پرمختیا ورکړې. کابو 70% کړنلارو ته به د 2018 کال تر پایه الکترونیکي چارچوب تیار شي. د Open Access Policy  د برخې په توګه مونږ په فعاله توګه د خصوصي سکټور او  خصوصي پانګونې لپاره د ښه چاپیر یال رامنځ ته کولو چې مقررات،  نړیوالو معیارونو ته ارتقا او بیخ بیناوې پکې شاملې دي کار کوو.

د مخابراتو وزات تخنیکي ټیم د نړۍ پرمختللیو هېوادونو سره  د سپوږمکۍ په اړه  د تخنیکې بحثونو یوې طرحې ته انکشاف ورکړی دی. د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ژمن دی چې د مرکزي اسیا په سیمه کې د ICT پراختیا لپاره د نویو فرصتونو رامنځ ته کولو،  د څونقطه یي اتصال، د وروستیو معیارونو او د ښو مخابراتي او د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو په اړه په جدي ډول هڅه کوي.

مننه