د وزارت د فعاليتونو او پروژو ارزونه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي نن د وزارت د پراختيايي پروژو د پرمختګ، د بودجې لګښت او د وزارت د لاسته راوړنو او فعاليتونو ارزونه وکړه.
په پېل کې د وزارت د بېلابېلو پروژو مسؤولينو د شته پرمختګونو او فعاليتونو په اړه مفصل معلومات ورکړل چې د پروژو د پاتې برخو د ښه پرمخ بېولو په موخه مو مسؤولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.
محترم آريوبي وویل، د خوشالۍ او وياړ ځای دی چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تېر یو کال کې د آسان خدمت موډل له لارېد عامه خدماتو لسګونه پروسې ساده کړي، په دولتي ادارو کې د الکټرونيکي حکومتدارۍ چارې په چټکۍ روانې دي، د نوري فايبر شبکه د پراخېدو په حال کې ده، افغانستان د دغه شبکې له لارې د سيمې تر منځ د انټرنېټ د ټرانزيټ په مرکز بدلېږي، د الکټرونيکي تذکرې چارې نهايي شوي، د پاسپورټ اخیستلو انلاين پروسه پېل شوې، د هېواد ټرافيکي سيسټم الکټرونيک کېږي، ښوونکو او مامورينو ته د مبایل له لارې د معاشونو ورکولو بهیر په يو شمېر ولايتونو کې عملي کېږي او پلان دی چې ټولو ولايتونو ته وغځېږي، د سلام شبکې د مشتريانو د بېلنګ ظرفيت تر ۶،۱ ميليونو لوړېږي او ددې تر څنګ د معلوماتي ټکنالوجۍ لسګونه نورې ملي او زیربنايي پروژې سږ کال په برياليتوب سره پای ته رسېدلي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر همدا راز د راتلونکي کال لپاره اړوندو مسؤولينو ته سپارښتنه وکړه چې پروژې له وړاندې ډیزاين او ترتیب کړي، تر څو د مالي کال د پېل سره سم د پروژو د عملي کېدو لپاره چمتو و اوسو.