د هیواد شمال- ختیځو ولایتونو د نوری فیبرپروژې کار پرانیستل شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د هیواد شمال ختیځ  (کندز،تخار او بدخشان) ولایتونو د نوری فیبر پروژې کار د ۱۳۹۲کال د وري میاشتې ۲۷ نیته د سه شنبې په ورځ د یوې رسمی غونډې په ترڅ کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی امیرزی سنګین له خوا پرانی ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د پروژې د پراینستلو څخه د خوښی په څرګندولوسره وویل: چې یاده پروژه د اړیکو په بیلا بیلو په ځانګړی توګه د مخابراتی بیو ټیټوالی، ډادمن اړیکې ټینګول اونوی ټکنالوجۍ ته د نوری فیبر له لارې د ځوانانو لاسرسۍ برخوکې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شویدی. ستل شو.

ښاغلی سنګین زیاته کړه: د افغانستان نوری فیبر د پروژې د تطبیق لپاره ۶۰ میلیونه امریکایی ډالر پانګه اچونه شویده چې تر اوسه د هیواد ډیرۍ برخه سره نښلول شویدی. اوسنی پروژه به د هیواد شمال شرقی (کندز، تخار او بدخشان) ولایتونه او هغه ولسوالي چې په دغه مسیر کې پراته دی سره وتړی.

د ښاغلی انجینر سنګین په وینا پورته ذکر شوی برخې د هیواد نوری فیبر حلقې له لارې چې سویچ یې مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت مربوط د کندز په ولایت کې دی سره وصل کیږی. هغه یادونه وکړه: چې د دوه ولایتی A – د پورته ذکر شوی برخو د نښلولو په منظور د نوری فیبر کیبل درول او مونټاژ ۴،۶۰۵،۶۶۳.۷۶ امریکایی ډالرو په ارزښت د رستم حیدری ساختمانی شرکت له خوا تطبیق کیږی.

A – د پورته ذکر شوی برخو د نښلولو په منظور د نوری فیبر کیبل درول او مونټاژ ۴،۶۰۵،۶۶۳.۷۶ امریکایی ډالرو په ارزښت د رستم حیدری ساختمانی شرکت له خوا تطبیق کیږی.

B – د ۱،۵۱۳،۱۴۷ امریکایی ډالرو په ارزښت تخنیکی تجهیزات چې د ZTE کمپنې له خوا چمتو کیږی.

د یادولو وړ ده چې یاده پروژه د تطبیق څخه وروسته تر ۱۲ میاشتو تر جدی مراقبت لاندی ونیول شی.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته