د هندوستان سټلايټ څخه د ګټې اخیستنې او د افغان سټ ۲ د فعالولو لپاره د هندوستان چمتو والی

Author image
Alireza Khaliqyar
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۳۰ - ۱۵:۵۱
امادگی هندوستان برای بهره برداری از ستلایت هندوستان و فعال سازی افغان ست 2

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهیم هاشمی نن د خپل کار په دفتر کې د هندوستان سفیر محترم وينای کُمار سره د لیدنې تر څنګ د دوه اړخيزه اړيکو، د الکټرونیک زده کړو او روغتيايي خدماتو ديجيټلايزیشن په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د هندوستان سفیر د هندوستان سټلايټ څخه د ګټې اخیستنې او د افغان سټ ۲ د فعالولو لپاره د هندوستان چمتووالی وښود چې هېواد يې د افغان سټ ۲ د فعالولو لپاره سل ميليونه ډالر مرسته کوي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې افغانستان دې د افغان سټ ۲ څخه د ګټې اخیستنې عملياتي پلان جوړ کړي او د افغان سټ ۲ تر فعالېدو پورې کولی شي، د هندوستان د سټلايټ څخه ګټه واخلي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په پام کې لري چې د انټرنېټ سره د ښوونځيو د اتصال د پراختيا زمينه برابره کړي او په هغه سيمو کې چې د نوري فایبر له لارې د اتصال زمينه نه وي برابره، ښوونځي د سټلايت له لارې د پوهنې د شبکې سره وصل شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته