د هرات ښار په څلورمه او دوهمه ناحیوکې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو دوه نوې څانګې پرانیستل شوې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳۴
ولایت هرات

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د هرات ښار د څلورمې ناحیې په بکرآباد سیمه کې او د دوهمې ناحیې د لیلامیو جادې سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پیرودونکو خدمتونو دوه څانګې د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.

د هرات ښار د یادو ناحیو سیمو اوسیدونکي کولای شي د دې څانګو په پرانیستو سره سیمکارتونه ترلاسه کړي او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.

دیادولو وړده چې د هرات ښار اوسېدونکو د دې څانګو په پرانیستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۵:۳۵
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړېدو سروې ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ مرکز ښرنه کې د غوره مخابراتي چوپړ د وړاندې کولو او همداراز د پوښښ ساحې د پراختیا...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۴۴
Background image

میدان وردکو ولایت مرکز میدان ښار کې د اټوما مخابراتي شرکت د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او د کیفیت ښه والي په موخه د میدان وردک...

بېرته خبرونه ته