د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت نوی سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۸:۷
ولسوالی شیرزاد ولایت ننګرهار

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د ننګرهار ولایت شیرزادو ولسوالۍ کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سرورې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې

د یادونې وړ ده د ننګرهار ولایت اړونده ولسوالیو کې اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ټي ډی اف لسمې پروژې د ۲۲ مخابراتي سایټونو ودانیزې چارې روانې دي چې فعالیدو سره به یې د یاد ولایت ډېری محرومې سیمي له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۵:۱۰
Background image

سږکال د بادغيس ولايت په بېلابېلو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو کې ټولټال ۲۷ مخابراتي سايټونه فعال شوي دي

په ټوله کې د بادغیس ولایت بیلابیلو سیمو کې ۱۰۳ مخابراتي آنټنونه لګول شوي چې د انټرنټي او مکالماتي ستونزو د حل په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۳۳
Background image

زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او...

بېرته خبرونه ته