د ننګرهارولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ له جوړیدو څخه څارنه ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د سلام مخابراتي شبکې یوه نوي مخابراتي سایټ څخه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د ټي ډي اف لسمې پروژې په مرسته د ننګرهار ولایت لعل پورې ولسوالۍ کې جوړیږي له ودانیزو چارو څخه یې څارنه ترسره شوه.
د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د قرارداد مطابق چارې ترسره کړي.
دیادولو وړده چې نوموړي مخابراتی سایټ به ډير ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د ننګرهار ولایت د یادې ولسوالۍ اوسیدونکو مخابراتي ستونزې به ورسره حل شي.