د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۱:۵۳
ولایت میدان وردگ افغانستان

د میدان وردګو ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ د جوړېدو له بهیر څخه چې د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په تیتمور سیمه کې د ټي ډي اف د لسمې پروژې په مرسته د هغو سیمو لپاره چې د مخابراتي خدمتونو څخه محرومې دي جوړېږي  څارنه وشوه.

د څارنې په ترڅ کې قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې د مخابراتي سایټ د جوړولو چارې باید د قرارداد د شرایطو مطابق په معیاري ډول بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ټي ډي اف د لسمې پروژې کارونه د یاد ولایت بیلابیلو ولسوالیو په یولسو سیمو کې دوام لري، د دغو مخابراتي سایټونو رغنیزې چارې په اکثرو ساحو کې بشپړې شوې دي چې په فعالیدو سره به یې د یاد ولایت د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ او د نویو مخابراتي سایټونو له جوړېدو څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو او د نویو مخابراتي آنټنونو جوړولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۶
Background image

کونړ ولایت مرکز اسعدآباد کې ۳ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کونړ ولایت مرکز اسعد آباد د مخابراتي پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه اندرسیر، یارګل او ماڼو سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۵۰
Background image

زابل ولایت کې د دوه مخابراتي آنټنونود جوړېدو سروې ترسره شوه

د زابل ولایت د خاک افغان او شاجوی ولسوالیو د اوسېدونکو له لوري د مخابراتي ستونزو له اورېدو وروسته ولایتي ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
Background image

د پکتیا ولایت احمد آبا ولسوالۍ کې د سلام مخابرات شبکې د یوه سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د پکتیا ولایت د احمد آبا ولسوالۍ تاند غړک سیمه کې د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او د سیمې د اوسېدونکو مخابراتي ستونزو ته...

بېرته خبرونه ته