د موټر ځیرکو جوازونو د وېش په پار، د همغږۍ ناسته وشوه

ashiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۷ - ۹:۳۹
د موټر ځیرکو جوازونو د وېش په پار، د همغږۍ ناسته وشوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر، پرون دوشنبه د لړم میاشتې شپږمه نېټه، د ترانسپورت وزیر یما یاري، کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز، او ترافیکو رییس داود چکري په ګډون، د ډیجیټلي موټر جوازونو د وېش لړۍ ارزونې په پار ګډه ناسته لرله.

په دغه غونډه کې، په تفصیل سره د برېښنايي جواز سیر او موټر چلولو جواز، د وېش لړۍ پر وړاندې شته خنډونو د یادونې تر څنګ ښاغلي فهیم هاشمي ژر تر ژره د شته ستونزو پر حل او پروژې پر پیلېدو ټینګار وکړ.

ښاغلي هاشمي، د دغې سترې پروژې پلې کېدو ته د وزارت هر اړخیز چمتووالي ښودلو تر څنګ، له نورو مسوولو بنسټونو سره د هر اړخیزې مرستې ژمنه وکړه او په وینا یې د ځیرک جوازونو وېش به د هېوادوالو ډېری ستونزې راکمې کړي.

په دغه ناسته کې، د ترانسپورت وزیر یما یاري، کابل ښاروال احمد ذکي سرفراز او د ترافیکو عمومي رییس داود چکري هم د تر لاس لاندې پروژې پلې کېدو په اړه د هر اړخیز چمتووالې ډاډ ورکړ.

د ترانسپورت وزیر ښاغلي یاري، له عدلیې وزارت سره د یوې ګډې ناستې په تر سره کولو ټینګار وکړ، چې په وینا یې ژر تر ژره باید د اړوندو قوانینو او مقررو بنسټیزه کېدو چارې نهايي شي او مالیه وزارت هم باید د مالي سرچینو په برخه کې مرسته وکړي.

په دغه ناسته کې، کابل ښاروال د چارو تر سره کېدو ته د هر اړخیز چمتووالې تر څنګ وویل، له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو مرکز په بشپړ ډول چمتو دی او د مراجعینو ستونزو ته د رسېدونې په موخه مسلکي ټیم ګمارل شوی.

په ناسته کې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې ژر تر ژره باید د ځیرک جواز سیر او موټر چلولو جوازونو وېش ته چمتووالی پای ته ورسیږي او هدف ته د رسېدو په موخه کاري کمېټې خپلې چارې پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته